په کابل کې له خصوصي روغتونونو او کلینیکونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۳:۴۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د څارنې او پلټنې رئیس ډاکټر کریم الله حلیمي او ګډ نظارتي کمېټې د کابل ولایت په اتمه ناحیه کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو او کلینیکونو څخه نظارت ترسره کړ

دغه نظارت چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړول، هېوادوالو ته په معیاري ډول د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او په چارو کې شفافیت رامنځته کول دي، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم له یو شمېر خصوصي روغتونونو او کلینیکونو څخه لیدنه وکړه او د هغوی خدمات یې وڅارل.

همدارنګه، د روغتونونو جوازونه وکتل شول، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې او هغوی ته سپارښتنه وشوه، چې هېوادوالو ته د ۱۰۸۴ مقررې سره سم معیاري او باکیفیته خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS