په کندهار ولایت کې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۰:۵۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د روغتیایي حقوقو د ملاتړ ریاست مسؤولینو کندهار ولایت ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې د سیمه ییز روغتون نسایي او ولادي څانګې، د ماشومانو او نويو زېږېدلو کوچنیانو څانګې، د یخ کاریز بنسټیز روغتیايي مرکز او د کندهار ولایت د شپږمې ناحیې د مور او ماشوم د روغتیایي مرکز څخه لیدنه تر سره کړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې د مور او ماشوم د روغتیایي حقوقو د ملاتړ څانګې مسؤولینو په یادو مرکزونو کې د مثبتو کړنو څخه؛ لکه پاک او منظم چاپیریال ، د دندې پر مهال د کارکوونکو منظم شتون، طبي اخلاقو ته پاملرنه، د میندو او ماشومانو لپاره د ۲۴ ساعته خدماتو وړاندې کول، د ناروغانو د لېږدولو لپاره د امبولانسونو شتون او په غوره توګه ورته د بېړنیو خدماتو وړاندې کولو ستاینه وکړه.

سربېره پر دې د روغتیایي مرکزونو او سیمه ییز روغتون د بېلا بېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال مسؤلینو ته د ستونزو حل په موخه لازمې سپارښتنې تر سره شوې ، مسؤولینو د مور او ماشوم د روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه یو شمېر نور مهم موضوعات هم د اړوندو مسؤلینو سره شریک کړل؛ تر څو ناروغانو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ عمومي روغتون له ودانیزو چارو  لیدنه وشوه

د دایکندي ولایت عامې روغتیا رئیس، ډاکټر جواد حکیمي د یاد ولایت پاتو ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د عمومي روغتون له ودانیزو چارو لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال نوموړي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۲۹
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د لوړپوړو استازو له پلاوي سره لیدنه وکړه

په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، آغلې رباب فاطمې، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر ډاکټر اېډوین سالواډور، د ملګرو ملتونو د نشه. . .

BACK TO NEWS