په کور دننه د درملو توليد او هېواد ته د باکيفيته درملو واردولو په موخه غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۱۴
moph

د ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ننګرهار ولايت له پانګوالو سره په سوداګرۍ او پانګونې خونه کې د درملو تولید او هېواد ته د باکیفیته درملو واردولو په موخه غونډه تر سره کړه.

په غونډه چې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د دغه ولايت د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي عبدالبصیر پاچا او ګڼ شمېر نورو مسؤلينو شتون درلود، پانګوالو خپل وړاندیزونه شریک او په دغه ولایت کې یې د معیاري فابریکو په جوړولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر وویل:  هېواد کې د معیاري درملو تولید برخې ته په پاملرنې سره ګڼ شمېر کارخونې پرانیستل شوي او هڅه کوو، چې د درملو توليد او واردولو برخه کې د پانګوالو ستونزې حل او د معياري فابريکو جوړولو برخه کې ور سره همکاري وکړو.

ښاغلي وزیر همداراز، د درملو برخې پانګوالو ته د معیار او روغتیايي قوانینو له مخې د درملو د پېر او پلور لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS