په کونړ کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Handicap International- HI مؤسسې سره د (۵۵۰۲۴) د پنځه پنځوس زره او څلورویشت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د شپږو میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د یاد ولایت د څوکۍ او نورګل ولسوالیو (۵۶۰) تنه اوسېدونکي په مستقیم او (۲۸۰۰) تنه په غیر مستقیم ډول له اساسي روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۰) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.
بل لور، د Handicap International مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د شپږو میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
