په یو شمېر ولایتونو کې د مور په شیدو د تغذیې نړیواله اونۍ ونمانځل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۸:۵۸
MOPH

د بادغیس، غزني، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، کونړ، سمنګان، هلمند، دایکندي او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ نمانځغونډې تر سره شوې

د دغې اونۍ د نمانځنې موخه د مور په شیدو د تغذیې ملاتړ، ترویج، عامه پوهاوی، د میندو او ماشومانو روغتیا ښه والی او  نویو زېږېدلو ماشومانو ته د سالم ژوند د ښه پیل تضمین دی.

د یادو ولایتونو روغتیايي مسؤلین ټینګار کوي، چې د مور شیدې د نوي زېږېدلي ماشوم ټول اړین غذایي مواد برابروي، د بدن دفاعي سیستم يې پیاوړی کوي او په ساري ناروغیو، خوارځواکۍ او ګڼو نورو روغتیايي ستونزو د اخته کېدو خطر کموي.

همدارنګه، شیدې ورکول د میندو لپاره هم ګڼې روغتیايي ګټې لري او د ځینو ناروغیو د خطر د کمېدو ترڅنګ د مور او ماشوم ترمنځ عاطفي اړیکې هم لا پیاوړې کوي.

همدارنګه، د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو په همکارۍ، په مرکز او ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه، روزنیزې غونډې او بېلابېل ترویجي فعالیتونه هم ترسره کوي. دغه پروګرامونه د دې لپاره پلي کېږي چې کورنۍ وهڅول شي؛ څو ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یواځې د مور په شیدو تغذیه کړي او له هغې وروسته تر دوو کلونو پورې د مناسبو مرستندویه خوړو ترڅنګ د مور شیدو ورکولو ته دوام ورکړي.

سربېره پر دې، د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د تغذیې له پروګرامونو څخه پر خپل دوامدار ملاتړ، د عامه پوهاوي پر لوړولو او د شیدو ورکولو د مشورتي خدمتونو پر پراختیا ټینګار کوي او له کورنیو، روغتیايي کارکوونکو او ټولو اړوندو بنسټونو غواړي چې د شیدې ورکوونکو میندو په ملاتړ سره، د راتلونکي نسل د روغتیا په ښه والي او په هېواد کې د ناروغیو او خوارځواکۍ د کچې په راکمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه

د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له ARDHO مؤسسې سره په بادغیس کې د تغذیوي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بادغيس ولایت کې د تغذیوي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghanistan Research, Development, and Health Organization-ARDHO مؤسسې سره د (۱۶۳۴۵۸) یو سل دري شپېته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۷
Background image

په دایکندي او هلمند ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د دایکندي او هلمند ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري تر سره شو، چې پایله کې یې په دایکندي ولایت کې ۳۰ قلمه درمل او خوراکي توکي راټول او د له. . .

BACK TO NEWS