پکتيا ولایت کې ۳۸ بابه روغتیایي تاسیسات د قانوني جوازونو نه لرلو او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول او شاوخوا ۲ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي هم راټول شول
د پکتيا عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له خصوصي روغتیایي سکتور او د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې ۴ سراپا کلينيکونه، ۱۸ روغتیایي کتنځایونه، ۹ د غاښونو کلينيکونه، ۶ لابراتوارونه او یو باب ایکسری خونه د قانوني جوازونو نه شتون او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې ۱۵ قلمه له نېټې تېر درمل او ۸۲ قلمه خوراکي توکي، چې شاوخوا ۲ ټنه کېږي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.
