پکتیا ولایت کې د ۱۱۴ خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت حوزوي روغتون او د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو د ۱۱۴ خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه
یاده ازموینه د عامې روغتیا وزات د معالجوي طب عمومي رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي، ورسره مل پلاوي او پکتیا ولایت مقام د استازو په شتون کې د لابراتوار، واکسیناتور، فزیوتراپي، نرسنګ، MD، خدماتي، قابلګي او اداري څانګو کې له ۲۴۸ تنو څخه د ازادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس وویل، دا هغه خالي بستونه دي، چې څه موده وړاندې د ADDA مؤسسې له لوري له منځه تللي وو، چې اوس په کې باید وړ او مسلکي کسان ځای پر ځای شي.