ډاکټر امین الله دجمهوریت روغتون درئیس په توګه معرفي شو

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۹:۵۷
ډاکټر امین الله دجمهوریت روغتون درئیس په توګه معرفي شو

نن شنبه د جمادي الثاني ۲۱ نېټه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده، د مقام دفتر ښاغلي رئیس، مولوي محمد حسن محمدزي او نورو مشرانو په شتون کې ډاکټر امین الله د جمهوریت روغتون د رئیس په توګه د دې روغتون کارکوونکو ته ور و پېژندل شو.

د عامې روغتیا وزارت د عرضه خدماتو ښاغلي معین ډاکټر امین الله ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

ډاکټر امین الله د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له باور مننه وکړه او وعده یې وکړه چې د جمهوریت روغتون د چوپړتیاوو د ښه والي لپاره به هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۱:۵۹
Background image

دعامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین دملګروملتونو دسرمنشي له مرستیال سره لیدنه وکړه

۱۴۴۴/۷/۲

په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو پر دوام، لا زیاتې همغږۍ او د اړوند نړیوالو موسسو په همکارۍ بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت ښاغلي معین، مولوي محمد اسحق. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

د معتادینو زر بستریز روغتون سره د روغتیايي کېټونو او جامو مرسته وشوه

نن یکشنبه د جمادي الثاني ۲۲ نېټه د عامې روغتیا وزارت د مقام دفتر ښاغلي رئیس، مولوي محمد حسن محمدزي په شتون کې د معتادینو زر بستریز روغتون سره د ۱۵۰۰ روغتیايي کېټونو او جامو مرسته وشوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

ډاکټر امین الله دجمهوریت روغتون درئیس په توګه معرفي شو

نن شنبه د جمادي الثاني ۲۱ نېټه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده، د مقام دفتر ښاغلي رئیس، مولوي محمد حسن محمدزي او نورو مشرانو په شتون کې ډاکټر. . .

BACK TO NEWS