کابل ولایت کې له یو شمیر خصوصي روغتونونو څخه نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د نظارت رییس ډاکټر کریم الله حلیمي او ورسره مل پلاوي په مرکز کابل کې له شپږ بابه خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره کړ
په یاد نظارت کې چې موخه یې په روغتیايي چارو کې د روڼتیا رامنځته کول دي، د یو شمېر خصوصي روغتونونو د خدمتونو له بهیر څخه نږدې لیدنه ترسره، ستونزې یې په نښه او مسئولینو او روغتیايي کارکوونکو ته یې د ستونزو حل او معیاري درملنې اړوند سپارښتنې وشوې.