یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ته د ټرینرانو لپاره ټریننګ (TOT) تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت غیر ساري ناروغیو د کنټرول او وقایې ډیپارټمنټ له لوري د ټولنې په کچه یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ته د ټرینرانو لپاره ټریننګ (TOT) تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو.

په دې ټریننګ کې د ټولنې په کچه ۲۸ روغتیايي رضاکارانو ګډون کړی و، چې د مجربو استادانو له لوري یې د غیر ساري ناروغیو وقایې او کنټرول، عامه پوهاوي ورکولو، اړینو روغتیايي مشورو او روغتونونو او مراکزو ته په غیر ساري ناروغیو اخته کسانو راجع کولو برخو کې زده کړې ترلاسه کړې.

د غیر ساري ناروغیو وقایې او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي ورته روزنیز پروګرامونه د غیر ساری ناروغیو د وقایې او کنټرول برخه کې اغېزمن وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د یاد روزنیز پروګرام په ترڅ کې زده کړې موضوعات دې په روغتونونو او مراکزو کې له خپلو نورو همکارانو سره  شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS