د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له PUAMI مؤسسې سره تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Premiere Urgence Aid Medical International- PUAMI مؤسسې سره د (۲۷۱۷۷۴) دوه سوه یو اویا زره اووه سوه څلور اویا ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د نهه میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ د دوه فرعي روغتیايي مرکزونو او د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ د یو فرعي روغتیايي مرکز له لارې (۱۵۲۸۰) تنه په مستقیم ډول او (۳۳۲۰) تنه په غیر مستقیم ډول له اساسي روغتیايي خدماتو برخمن او (۴۳) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د PUAMI مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د نهو میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۳:۰
Background image

په هرات کې له ۲۵ خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د هرات ولایت عامې روغتیا ریاست د خوراکي توکو د تولیدي او توزيعي تاسیساتو د پلټنې عمومي مدیریت مسؤلینو د هرات ښار د پنځلسمې ناحیې جکان او غند يازده شهر اړوند سیمو کې د خوراکي توکو له ۲۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۵۱
Background image

د دايکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ د چوچان روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر جواد حکیمي، د شهدا مؤسسې مسؤلینو، د شهرستان ولسوالۍ قومي مشرانو، مخورو او علماوو کرامو ګډون کړی و.

د دایکندي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۵
Background image

په کابل کې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

د عامې روغتیا وزارت خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو ټيم له لوري په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې له چشم امان، معالجوی امیر سروري، معالجوي. . .

BACK TO NEWS