د هرات سیمهییز روغتون کې د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت ظرفیت لوړولو لپاره تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت برخه د هرات ولایت سیمه ییز روغتون د ظرفیت لوړولو په موخه له Welfare Organization for Poverty Reduction and Advocacy- WOPRA مؤسسې سره د (۲۳۴۳۸) درویشت زره څلور سوه اته دېرش ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت برخه د هرات سیمه ییز روغتون ظرفیت لوړ او (۵) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.
بل لور، د WOPRA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د هرات سیمه ییز روغتون ظرفیت لوړونې ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
