د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د هېواد د درملو او روغتیايي محصولاتو د ۲۲ تولیدوونکو فابریکو له مسؤلینو سره مشورتي ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۵۱
moph

دا ناسته د خوړو او درملو معینیت په تالار کې تر سره شوه، چې د درملو برخې رئیسانو، د خوړو او درملو معینیت تخنیکي مشاورینو او د تولیدي فابریکو مسؤلینو په کې شتون درلود او د هېواد د درملو جوړونې صنعت پر اوسني وضعیت، شته تولیدي ظرفیتونو، د کورنیو تولیداتو د ودې او پراختیا پر لارو چارو، پر وارداتو د اتکا کمولو او د اساسي درملو په تولید کې ځان ‌بسیاینې ته د رسېدو په اړه په کې بحث او خبرې تر سره شوې.

د خوړو او درملو مرستیال، د افغانستان ا.ا. له لوري د کورنیو تولیداتو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او د فابریکو مسؤلین یې د محصولاتو کیفیت لوړولو، د نړیوالو معیارونو پلي کولو او د GMP تصدیق پاڼو ترلاسه کولو لپاره وهڅول او ویې ویل: د کورنیو تولیداتو معیاري کول د سالمې سیالۍ، د مصرفوونکو د باور زیاتوالي او د کورنیو او بهرنیو بازارونو د پراختیا زمینه برابروي.

همداراز، په دې ناسته کې د کورنیو فابریکو تولیدي ظرفیتونه وارزول شول او هغه اقلام وپېژندل شول، چې کورني تولیدوونکي یې د تولید او برابرولو وړتیا لري او کولای شي هېواد د درملو د اړتیاوو په یوه د پام وړ برخه کې ځان ‌بسیاینې ته ورسوي.

بل لور، د تولیدي فابریکو مسؤلینو د هېواد د درملو جوړونې صنعت د ودې لپاره د ا.ا. او د خوړو او درملو معینیت له ملاتړ، اسانتیاوو او تشویقي پالیسیو څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې د کورنیو تولیداتو ونډه د درملو او روغتیايي محصولاتو په بازار کې له ۵ سلنې کمه وه، خو د حکومت د دوامدار ملاتړ په پایله کې دا ونډه اوس تر ۴۰ سلنې زیاته شوې ده.

دغه راز د تولیدي فابریکو مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې د درملو د یو شمېر اقلامو په برخه کې بشپړ کورنی تولیدي ظرفیت موجود دی او د هېواد فابریکې کولای شي د کورني بازار اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۴۵
Background image

په زابل کې د وقایوي تغذیې خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له CHA مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په زابل ولایت کې د وقایوي تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Coordination of Humanitarian Assistance-CHA مؤسسې سره د (۳۴۸۵۰۸۹۵) څلور دېرش میلیونه اته سوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، مولوي عبدالله مختار سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، د خدمتونو د کیفیت او روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې تر سره شوې

د بغلان والي د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوليو د له منځه وړلو نړیوال روغتیايي پروګرام (GPEI) د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د وزارت په تالار کې د مقام مشاورینو او د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، د پوليو. . .

BACK TO NEWS