د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی رئیس، ډاکټر نعیم‌الله ایوبي د خوړو او درملو ملي بورډ د پرېکړو پلي کېدو او همغږۍ په موخه د ملي کودکس (Codex) پلاوي غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۵۶
moph

په دې غونډه کې د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب برخې متخصصینو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت استازو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو او د اړوندو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و. ګډونوالو د خوړو خوندیتوب د تأمین، د زیانمنو خوراکي توکو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو مخنیوي او په هېواد کې د خوړو معیارونو لوړولو برخه کې د ملي کودکس پلاوي پر ارزښت او د اړوندو مراجعو د پرېکړو او لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

سربېره پر دې، ګډونوالو د ملي کودکس پلاوي د معیاري کولو، بنسټیزې پیاوړتیا، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ ښه والي، د اغېزناکو بنسټونو جلب او د هېواد د خوړو خوندیتوب سیستم په پراختیا کې د دې پلاوي د رول لا پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې ترسره کړې.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د خوړو او درملو معینیت به د ملي کودکس پلاوي د غړو په همکارۍ د دې پلاوي د فعالیتونو لپاره یو هراړخیز طرزالعمل ترتیب کړي او د قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره به یې اړوندو مراجعو ته وسپاري؛ ترڅو د چارو لا ښه تنظیم او د ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۱۳
Background image

هلمند ولایت کې د بُست ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو پروژې دوهم ځل افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي، د ولایتونو د روغتیا همغږۍ او پلان او پالیسۍ ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د هلمند د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د هلمند ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Welfare Association the Development of Afghanistan- WADAN مؤسسې سره د (۹۰۹۹۹۹. . .

BACK TO NEWS