د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دایمیرداد ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۱:۵۸
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي، د عامې روغتیا رئیس حافظ سعید الرحمن قادري، د دایمیرداد ولسوال، د یو شمېر نورو ولايتي ادارو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر دغه روغتیايي پروژه د ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدمتونو د لاسرسي اسانتیا، د اساسي روغتیايي اړتیاوو پوره کولو او معیاري درملنې برخه کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل: د داسې روغتونونو جوړېدل به په لرو پرتو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو ترڅنګ خلکو ته د معیاري او پر وخت درملنې زمینه برابره کړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو سیمو کې خلکو ته باکیفیته، عادلانه او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او معیارونو لا ښه والي په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۴۲
Background image

د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS