د درملو صنعتي پارک د سړک سروې له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۴۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې د درملو صنعتي پارک د سړک سروې له بهیر څخه لیدنه وکړه

دغه لیدنه د درملو صنعتي پارک د جوړېدو د لومړنیو پړاوونو د پرمختګ ارزونې او د اړوندو ادارو ترمنځ د پروژې د عملي پیل لپاره د لازمې همغږۍ په موخه ترسره شوه، چې پر مهال یې تخنیکي مسؤلینو د سړکونو د سروې، د سیمې د موقعیت او د پروژې د راتلونکو پړاوونو په اړه مهم معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې د درملو صنعتي پارک په جوړېدو سره به د کورنیو تولیداتو وده چټکه، کاري فرصتونه به زیات او په هېواد کې به د معیاري درملو تولیدي ظرفیت لا پیاوړی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د ۱۴۴۸ هـ ق کال د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا لومړۍ غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د مرکزي رئیسانو، امرینو او د دې معینیت د بېلابېلو څانګو د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۱
Background image

د دوو مرکزي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د فارمکوویجیلانس (د درملو د څارنې) سیسټم په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د ویجیلانس آمریت له لوري د افغان سرې میاشتې مرکزي او د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتونونو. . .

BACK TO NEWS