د دوو مرکزي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د فارمکوویجیلانس (د درملو د څارنې) سیسټم په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۱
MOPH

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د ویجیلانس آمریت له لوري د افغان سرې میاشتې مرکزي او د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتونونو ډاکټرانو، نرسانو، قابلو او واکسیناتورانو ته ترسره شو، چې موخه یې د فارمکوویجیلانس سیستم په اړه د روغتیايي کارکوونکو د پوهاوي کچې لوړول، د درملو ناوړه اغېزو په اړه د راپور ورکولو فرهنګ پیاوړی کول، د درملو خوندیتوب ښه کول او ور څخه سمه ګټه اخیستل وو.

په دې پروګرام کې د ویجیلانس آمریت متخصصینو د فارمکوویجیلانس بنسټیزو مفاهیمو، د درملو ناوړه اغېزو او د درملنې د تېروتنو د راپور ورکولو اهمیت، د دغه سیسټم د پلي کېدو برخه کې د ننګونو او د لازمو معلوماتو د راپور ورکولو فورمو سم ډکولو لارو چارو په اړه معلومات وړاندې او د درملو د ناوړه اغېزو د راپور ورکولو فورمې او د حساسیت (الرژۍ) کارتونه یې روغتیايي کارکوونکو ته ووېشل.

د یادونې وړ ده، چې د فارمکوویجیلانس سیستم اغېزمن تطبیق د درملو د ناوړه اغېزو په پېژندنه، ارزونه او د هغوی د بیا تکرار په مخنیوي کې مهم رول لري او په هېواد کې د درملو او روغتیايي خدمتونو د خوندیتوب او کیفیت په تأمین کې اغېزناک تمامېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د ۱۴۴۸ هـ ق کال د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا لومړۍ غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د مرکزي رئیسانو، امرینو او د دې معینیت د بېلابېلو څانګو د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۱
Background image

د دوو مرکزي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د فارمکوویجیلانس (د درملو د څارنې) سیسټم په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د ویجیلانس آمریت له لوري د افغان سرې میاشتې مرکزي او د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتونونو. . .

BACK TO NEWS