د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان په مشرۍ راغلي لوړپوړي پلاوي سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۳:۱۶
MOPH

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت مرستيالانو، مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان د ختيځې مدیترانې حوزې سيمه ييزې مشرې اغلې ډاکټر حنان البلخي، د يونيسف نړيوالې ادارې سیمه ییز مشر ښاغلي سنجۍ ويجيسکارا، د افغانستان لپاره د قطر هېواد سفير مردف بن علي القاشوطي، د افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان مشر ښاغلي اډوين سینیزا سلواډور، د افغانستان لپاره د يونيسیف ادارې مشر ښاغلي ډاکټر تاج الدين اوېلا، د بېل ګېټس بنسټ د پوليو برخې مسؤل کريسټوفر الياس، د ملک سلمان بنسټ استازي او يو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود، د روغتيايي همکاريو پياوړتيا او دوام، د اغېزمنې همغږۍ پراختیا او د پوليو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي مېلمنو ته د هرکلي ترڅنګ د هغوی له همکاريو مننه وکړه او ويې ويل: دغه ناسته له پوليو ويروس سره د اغېزمنې مبارزې سربېره د روغتيا په ټولو برخو کې د همکاریو پياوړتيا او پراختيا لپاره ډېر ارزښت لري.

همدارنګه، ښاغلي وزير زياته کړه: تمه لرو چې په بحث کې ياد شوي موضوعات عملي او د روغتيا برخې ټول همکاران خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي او ويې وویل: عامې روغتيا وزارت ژمن دی، چې د روغتيا په ټولو برخو کې باکيفيته او عادلانه خدمات وړاندې کړي او په دې برخو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

همداراز، ښاغلي وزير وویل: روغتيا وزارت د روغتيايي پراختيا او مساوي روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي او په همدې اساس د هېواد په ولسواليو کې عمومي روغتونونه جوړېږي، د روغتيا برخې همکاران دې د دغو روغتونونو په جوړولو، لرې پرتو سيمو ته د خدماتو په رسولو، د سرطان روغتون او قلبي پروژې ملاتړ برخو کې، چې د خلکو ورته زياته اړتيا ده، له موږ سره همکاري وکړي.

ورته مهال، نړیوالو همکارانو د عامې روغتيا وزارت له هرکلي څخه مننه وکړه او په يادو برخو کې يې د همکاریو ډاډ څرګندولو ترڅنګ روغتيا برخه کې شوي پرمختګونه وستايل او دا يې د عامې روغتیا وزارت د ښې رهبرۍ ښکارندوی وبلل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS