د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

موضوع : د متفرقه جامع (Comprehensive) ازموینې نوم لیکنه!

ټاکل شوې چې د اکمال تخصص برنامې د فارغانو متفرقه جامع (Comprehensive) ازموینه، د ازموینې عمومي ادارې په مرسته واخیستل شی.

هغه ډاکترصاحبان چې د تخصص برنامه یې په 1404هـ ش کال کې بشپړه شوې وي او د دوی مونوګراف د اکمال تخصص لوی ریاست د علمي کمېټې له خوا تایید شوی وي، کولای شي چې په دې ازموینه کې ګډون وکړي، که څه هم د 1404 هـ ش کال فارغانو جامع (Comprehensive‌) ازموینه په راتلونکو میاشتو کې اعلانېږي.

د نوم لیکنې پیوستون (Link):

https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSfWpI4CfA1IYpagQIiIuQlobBaRvBLWGFsguHVxhupupLEZhw/viewform

د نوم لیکنې نېټه:

پیل: 20/4/1405هـ ش نېټه، چې د 25/1/1448هـ ق کال سره سمون لري.

پای: 30/4/1405هـ ش نېټه، چې د 5/2/1448 هـ ق کال سره سمون لري.

نوټ: د ضرورت په وخت کې د اکمال تخصص لوی ریاست له دې شميرې سره (0788209637) اړیکه ونیسئ.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۳۷
Background image

د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د رواني ـ ټولنیز ملاتړ او فزیکي بیارغونې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره رواني ـ ټولنیز ملاتړ او د فزیکي بیا رغونې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Kabul Orthopedic Organization-KOO مؤسس . . .

Back to announcements