د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم فراه ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۱
moph

د دې لیدنې پر مهال چې د فراه عامې روغتیا ریاست يو شمېر مسؤلینو هم شتون درلود، د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو حل په اړه خبرې وشوې؛ د فراه والي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي او زیاته یې کړه، د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو دا ډول سفرونه د ستونزو حل او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره مهم دي.

دغه راز، د داخلي تفتیش رئیس د فراه د والي له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې وویل: د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه به هر راز ستونزې په ګډه حلوي او هڅه کوي چې د فراه ولایت وضعیت ته په کتو روغتیا برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي؛ څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د فراه عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد ولي احمدزي او يو شمېر نورو مسؤلینو په ملتيا د فراه عامې روغتیا ریاست، د خوړو او درملو امریت او عمومي روغتون څخه هم ليدنې ترسره، شته ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې؛ ترڅو د خدماتو کیفیت لا ښه او اغېزمن شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت ګډ نظارتي پلاوي د کونړ او نورستان روغتیايي مرکزونه وارزول

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او ګډ نظارتي پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو کې له یو شمېر روغتونونو او روغتيايي مرکزونو څخه هر اړخیز نظارتونه ترسره کړل

د دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ روغتون کې د رواني ناروغانو د درملنې او مشورې ځانګړی مرکز پرانیستل شو

د دغه مرکز پرانيستې پر مهال چې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د يادې ولسوالۍ د روغتیا مسؤل، يو شمېر نورو مسؤلینو او د سيمې اوسېدونکو شتون درلود، د عامې روغتيا رئيس د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د سمنګان ولايت عامې روغتيا رياست ته د کاناډا دولت له لوري د نږدې ۲۴ زره ډالرو په ارزښت څه باندې ۵۰ قلمه اساسي درمل او طبي ملزمات وسپارل شول

دا مرسته د روغتیايي سکتور د ملاتړ او د ناروغانو د لومړنیو او بېړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه شوې ده، چې د پلان له مخې به د سمنګان ولایتي روغتون او د حضرت سلطان، روی‌ دوآب، دره‌ صوف. . .

BACK TO NEWS