د تخار ولايتي تخصصي روغتون سره ۲,۸۹۷,۷۵۶ افغانيو په ارزښت د ۳۷ قلمو بېلابېلو لابراتواري توکو مرسته وشوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۳۱
moph

دغه مرسته د اغاخان (AKHS) مؤسسې له لوري شوې او د روغتون د اداري او مسلکي مسؤلینو په شتون کې د لابراتوار څانګې ته وسپارل شوه، چې د ناروغانو په تشخیص او درملنه کې به ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

د ولايتي روغتون امر، ډاکټر حیات الله سالار د لابراتوار مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې له لابراتواري توکو څخه په سمه او اغېزمنه توګه استفاده وکړي؛ ترڅو د ناروغانو د تشخیص او درملنې بهیر لا چټک، دقیق او باکیفیته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS