د عامې روغتیا وزارت پلاوي او يونيسف ادارې استازو په لغمان ولایت کې له یو شمېر روغتونونو او روغتيايي مرکزونو څخه هر اړخیز نظارتونه ترسره کړل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۹:۴۳
MOPH

دغه نظارتونه چې د عامې روغتيا وزارت ټاکل شوي پلاوي او لغمان عامې روغتيا رياست يو شمېر مسؤلینو له لوري ترسره شول، په ترڅ کې يې د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو بهیر، د واکسیناسیون خدمات، د روغتیايي کارکوونکو کړنې، د خدمتونو کیفیت، د موجودو امکاناتو وضعیت، د مور او ماشوم روغتيايي خدمات، تغذيې او عاجل خدمتونه، لابراتوارونه، درملتونونه او د ثبت او راپور ورکوونې سيستمونه وارزول شول.

د يادو نظارتونو موخه د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړول، هېوادوالو ته د معیاري او پر وخت روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او په روغتیايي سکتور کې د شفافیت پیاوړتیا ده؛ څو شته ستونزې حل، د روغتيايي خدمتونو کیفیت لوړ، د خلکو لازمه درملنه ترسره او روغتيايي اړتياوې يې پوره شي.

د ترسره شويو نظارتونو پر مهال د روغتیايي مرکزونو مسئولینو او کارکوونکو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه له ذکر شوي پلاوي سره شریک کړل او د مسئولینو له لوري ورته د ستونزو حل او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS