د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون سره د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د مصرفي توکو او درملو مرسته وشوه
دغه مرسته چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند، علي اباد روغتون له لوري وشوه، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف او يو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې د روغتون د فارمیسي مسؤل ته وسپارل شوه.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د علي اباد روغتون له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، اړوندو مسولینو ته سپارښتنه وکړه، چې ياد توکي او درمل له اړتيا سره سم ټولو څانکو ته ژر تر ژره ولېږدوي؛ څو د ناروغانو په درملنه کې ترې اغېزمنه ګټه واخيستل شي.
