د عامې روغتیا وزارت مرستیال په خوست کې د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي په اړه ناسته وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۴
moph

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس، ښاغلي اکرم محمد عکرمه سره لیدنه ترسره کړه

د دې لیدنې موخه د روغتیايي ستونزو حل او د دغه ولایت د روغتیايي سکتور د اړتیاوو او ننګونو ارزونه وه.

په دې ناسته کې دواړو لورو د روغتیايي خدمتونو د وضعیت، شته ننګونو او د هغو د ښه والي پر لارو چارو خبرې وکړې.

د لیدنې پر مهال ښاغلي مرستیال ټینګار وکړ چې روغتیايي پرسونل دې د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن واوسي او شته طبي تجهیزات دې په سمه او اغېزمنه توګه وکارول شي.

همدارنګه، ښاغلي وویل چې د خوست ولایت د روغتیايي سکتور د ښه والي لپاره عملي اقدامات شوي او زیاته یې کړه چې د روغتیايي خدمتونو د معیاري کېدو لپاره به په راتلونکي کې هم لازم پلانونه او پروګرامونه عملي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل او يو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول

د ارزګان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې له روغتیايي تاسیساتو، د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځيو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده څلورمه فقره

که د خوراکي توکو درملو او روغتیایی محصولاتو توریدوونکی شرکت په خپلو معياري ګودامونو کې قرنطين شوي توکي د عامې روغتيا يـــا کرنې وزارت د کيفيت د کنټرول لابراتوار د پایلو له رارسېدو نه. . .

BACK TO NEWS