د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل او يو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول
د ارزګان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې له روغتیايي تاسیساتو، د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځيو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې يې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل، طبي تجهيزات او ۸۵قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي، چې يو ټن کېږي، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
