د ارزګان او هلمند لپاره د پولیو واکسین د پیاوړتیا په موخه له AAH مؤسسې سره تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري په ارزګان او هلمند ولایتونو کې د خوراکي پوليو واکسين (OPV) د واکسيناسيون پياوړتيا په موخه له Action Against Hunger-AAH مؤسسې سره د (۵۳۰۰۰۰۰) د پنځه میلیونه او درې سوه زره ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۵۰ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۴۸۷۱۵۶) تنه اوسېدونکي د خوراکي پوليو واکسين خدماتو برخمن او (۴۲۲) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د AAH مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
