د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر کندهار ته د سفر په ترڅ کې د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره ناسته وکړه
په دې ناسته کې د روغتیايي خدمتونو لا ښه والي، ناروغانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او له هغوی سره د مناسب چلند، او همدارنګه د روغتون د شته ستونزو د حل په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
د یاد روغتون مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو د روغتیايي خدمتونو لا پیاوړتیا په موخه یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې، چې د عامې روغتیا وزیر له لوري د ستونزو د حل او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لا ښه والي په برخه کې د لازمې پاملرنې او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
