هلمند ولایت کې شلو روغتیايي مرکزونو ته د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د واکسین خوندي ساتنې معیاري سولري یخچالونه وسپارل شول
ياد یخچالونه د هلمند عامې روغتیا ریاست په هڅو د یونیسف نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ اخيستل شوي او د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړې وړتیا لري، چې په مرسته به یې واکسینونه په معیاري ډول وساتل شي او د لرې پرتو سیمو روغتیايي مرکزونه به لا غوره معافیتي خدمتونه وړاندې کړي.
