عامې روغتیا وزارت د روغتیايي ظرفیت لوړونې او مسلکي زده کړو لپاره له AKF سره تړون لاسلیک کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۲:۲۳
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري په پروان، سمنګان، دايکندي او کندز ولایتونو کې د تخنيکي او حرفوي زده کړو له لارې د کورنيو پياوړتيا، د ښځينه روغتيايي کارکوونکو لپاره د عملي زده کړو يا Internship او د ټولنيزو روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه له Agha Khan Foundation-AKF مؤسسې سره د (۲۳۲۸۳۱۹) دوه میلیونه درې سوه اته ویشت زره درې سوه نولس کاناډایي ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د څلورو کلونو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۱۰ روغتونونو له لارې د یادو ولایتونو (۲۱۴۹) تنه اوسېدونکي د تخنيکي او حرفوي زده کړو په مرسته د کورنيو پياوړتيا، د ښځينه روغتيايي کارکوونکو لپاره د عملي زده کړو يا Internship او د ټولنيزو روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړونې برخمن او (۲۷) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د AKF مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د څلورو کلونو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS