د عامې روغتيا وزارت له لوري د مور په شيدو د تغذيې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۰
moph

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د نړيوالو همکارو ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و، د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وويل: د مور په شيدو تغذيه د سالمې ټولنې بنسټ جوړوي او زياته يې کړه، د مور شيدې د يوه مهم او پياوړي واکسين په توګه د ساري ناروغيو، نس ناستي او خوارځواکۍ مخنیوي او معافيتي سيستم پياوړتيا برخه کې بنسټيز رول لري.

همدارنګه، ښاغلي مرستیال وویل: عامې روغتيا وزارت د ساري ناروغيو مخنيوي او عامه تغذيې پروګرامونو پراختيا او پياوړتيا لپاره هڅې چټکې کړي؛ څو د هېوادوالو روغتيا خوندي او د ناروغیو مخه ونيول شي.

دغه راز، د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی رئیس ډاکټر حيدر خان حيدر د ياد رياست د فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې، د وقايوي تدابيرو پر پياوړتيا يې ټينګار ترسره او د مور په شيدو تغذيه یې د مور او ماشوم د روغتيا خونديتوب لپاره مهم وبلله.

ورته مهال، د عامه تغذيې رئیس ډاکټر حکمت الله معصومي هم وويل: د مور شيدې يوازې غذا نه ده، بلکې د مور او ماشوم په روغتيا خونديتوب او د ټولنې په اقتصادي پرمختګ او هوساينه کې بنسټيز رول لري.

د غونډې په پای کې د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان د عامه تغذيې په اړه د ياد وزارت اعلاميه وړاندې کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۶
Background image

د نیمروز او هلمند د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره له RI سره ۳۴.۲ میلیونه افغانۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نيمروز او هلمند ولایتونو کې د لومړنیو روغتیايي د  HIV/AIDS، توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو او د روغتیايي سیستمونو د ملاتړ په موخه له Relief International. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ.

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال والي، شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین سره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۲
Background image

د سنبلې میاشتې له یو شمېر مهمو فعالیتونو څخه

د عامې روغتیا وزارت له لوري څه باندې ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت کونړ ته ۱۱۱ قلمه، نورستان ته ۲۴۹ قلمه، پکتیا ته ۲۴ قلمه، تخار ته ۱۶ قلمه، بلخ ته ۵۷ قلمه، غور ته ۱۵ قلمه، کندز ته ۶۰ قلم. . .

BACK TO NEWS