د عامې روغتيا وزارت له لوري په راډيولوژي انسټېټیوټ کې د الټراساونډ زده کړو دوهم ټولګي پرانيستې مراسم ترسره شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۱۴
MOPH

په يادو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تشخيصيه خدماتو رئيس ډاکټر محمد قاسم صاحبي، د اکمال تخصص د اکاډميکو چارو د انسجام رئيس ډاکټر احمد فرشيد محمدي، د راډیولوژي انسټېټیوټ امر ډاکټر اول خان شفق، یو شمېر نورو مسؤلینو، روغتيايي کارکوونکو او د الټراساونډ زده کړيالانو ګډون کړی و.

د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي الټراساونډ معاينات د ناروغیو په تشخيص کې مهم وبلل او زده کړيالانو ته يې لارښوونه وکړه، چې خپلو زده کړو ته لازمه پاملرنه او له غير حاضرۍ څخه ډډه وکړي.

دغه راز، ډاکټر وحدت الکوزي وويل: عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو او ورته د خلکو لاسرسي پراخوالي لپاره هڅې ګړندۍ کړي؛ څو د هېوادوالو روغتيايي ستونزې حل او خدماتو ته اسانه لاسرسی ولري.

ورته مهال، د اکمال تخصص د اکاډميکو چارو د انسجام او تشخیصیه خدماتو رئیسانو د زده کړو پر کیفیت او د ازموينو بهير پر شفافيت ټينګار وکړ او هم يې د ورته برنامو د دوام يادونه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۸
Background image

د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه هوکړه وشوه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا له وزیر، ښاغلي هودژایف الکساندر سره د روغتيايي همکاريو د پراختيا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۸
Background image

کاپیسا ولایت کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

د کاپیسا عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د دې ولایت د مرکز اړوند، ده باباعلي بازار کې له یو شمېر درملتونونو څخه د روغتیايي قوانینو او مقرراتو پلي کېدو، د درملو کیفیت تأمین او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۸
Background image

په کابل کې د لومړنیو روغتیايي او رواني ـ ټولنیزو خدمتونو د پیاوړتیا لپاره له RI سره د ۴۷۶ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د لومړنیو روغتیايي مدغم خدمتونو، تغذیې، واکسیناسیون او رواني ـ ټولنیز ملاتړ (MHPSS) برابرولو په موخه له Relief International-RI مؤسسې سره د. . .

BACK TO NEWS