د کابل ښار د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر دوام لري
د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکوونې ټیم کابل ښار کې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکوونې او درجه بندۍ بهیر په ترڅ کې له ادې زیژنتون، آروین د پوستکي، ساجد ارمان عقلي او عصبي، سالم عزیز، جوهر او حنظله غورځنګ جراحي عمومي روغتونونو څخه لیدنه وکړه
د دې لیدنې پر مهال د اعتبار ورکولو ټیم غړو د خصوصي روغتونونو مسؤلینو ته وویل: د روغتونونو د ارزونې بهیر د عامې روغتیا وزارت له لوري د علمي معیارونو پر بنسټ پیل شوی دی، چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کول دي.
هغوی زیاته کړه، چې دغه بهیر له دوامدارو هڅو او اړین چمتووالي وروسته د یوه مسلکي او روزل شوي ټیم له لوري په منظم او شفاف ډول پلي کېږي.
د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکوونې او درجه بندۍ بهیر به لومړي پړاو کې په کابل ښار او وروسته به د ولایتونو په ټولو خصوصي روغتونونو کې پلی شي.
