د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د روږدو درملنې روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۲۷
MOPH

په دې لیدنه کې چې مل پلاوي او د هرات د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد یې ملتیا کوله، د عامې روغتیا وزیر د روغتون بېلابېلې برخې وکتلې، د روږدو کسانو د درملنې بهیر، شته امکانات او ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو وضعیت یې له نږدې وارزاوه او له روغتيايي کارکوونکو يې وغوښتل، چې له ناروغانو سره غوره چلند وکړي.

ښاغلي وزیر، د روږدو کسانو درملنه او د هغوی لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د عامې روغتيا وزارت مسؤليت وباله او د خدمتونو لا ښه والي او د ناروغانو د اړتیاوو  پوره کولو په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د معلولیت او فزیکي بیا رغونې روغتون له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له مل پلاوي سره په ګډه د معلولیت او فزیکي بیا رغونې روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د روغتیايي نوښتونو بورډ دوهمه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د اړوندو ریاستونو استازو ګډون کړی و، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال وویل: د نوښتونو په برخه کې داسې طرحو ته اړتیا ده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي په کندهار کې د خوړو او درملو د تنظیم او روغتیايي معیارونو وضعیت وڅېړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له مسؤلینو سره د قاچاق د مخنیوي، د روغتیايي معیارونو له پلوه. . .

BACK TO NEWS