د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د لاسته راوړنو، وروستیو پرمختګونو او د حلالو محصولاتو د ارزونې پلاوي د معرفي کولو په موخه غونډه ترسره شوه
دغه غونډه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي تر مشرۍ لاندې، د وزارت د محترمو معینانو، مرکزي رئیسانو، مشاورینو او د بېلابېلو برخو د متخصصینو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د خوړو او درملو معینیت د بېلابېلو برخو د لاسته راوړنو او پلانونو لکه د عنعنوي او بدیل طبابت پراختیا، د درملتونونو سروې او بیا ثبت، د کاري پروسو ډیجیټلي کول او د اړیکو مرکز فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، د حلالو محصولاتو د ارزونې هغه پلاوی چې په دې وروستیو کې د خوړو او درملو معینیت په چوکاټ کې ټاکل شوی او د افغانستان ا.ا. د ریاستالوزراء عالي مقام له لوري یې منظوري ترلاسه کړې ده، معرفي شو. دغه پلاوی د محصولاتو د حلال والي د پلټنې او ارزونې او له حلالو معیارونو سره د هغوی د مطابقت ډاډ ترلاسه کولو مسؤلیت لري، چې په دې برخه کې د یاد پلاوي د فعالیتونو د موخو او اهمیت په اړه هم معلومات وړاندې شول.
د غونډې په پای کې د لا زیاتې همغږۍ پر پیاوړتیا، د کاري بهیرونو پر ښه والي او د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د شفافو او معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.
