د نړیوالو مؤسسو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د وارداتي سیستم برېښنايي کولو په موخه درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۵۶
moph

دغه درې ورځنی پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ، د نړیوالو مؤسسو د ۴۵ تنو استازو په ګډون، د ياد معینیت په عمومي تالار کې ترسره شو.

د پروګرام د پرانیستې مراسمو کې، د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، مولوي عبدالبصیر قانع ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې پروګرام په جوړولو کې د روغتیا نړیوال سازمان له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه. همدارنګه، نوموړي د خوړو او درملو معینیت له لوري د خدماتو ډیجیټلي کولو برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو، د دې بهیر د اهمیت او ګټو په اړه وينا ترسره کړه.

همدارنګه، د خوړو او درملو معینیت د ظرفیت لوړونې متخصص، نذیر محمد پویا د ياد روزنیز پروګرام موخې تشریح او ویې ویل: «د ۱۴۰۵ هجري لمريز کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۹ روزنیز پروګرامونه ترسره شوي، چې د مرکز او ولایتونو ۸۲۳ تنه کارکوونکي او اړوند مراجع ترې برخمنې شوي دي او د ۱۴۰۵ کال تر پایه به د مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره دوام ولري.»

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۷
Background image

د تخار په ولایتي روغتون کې د جدي پاملرنې ۱۰ بستريزه څانګه پرانیستل شوه

د تخار په ولایتي او تخصصي روغتون کې د جدي پاملرنو (ICU) ۱۰ بستریزه څانګه د عامې روغتیا وزارت له داخلي بودجې څخه د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د دغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی ریاست کې د خپل منځي همغږۍ پیاوړتیا او د ياد رياست د فعاليتونو په اړه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی رئیس دوکتور احمد سير پاڅون، اړوندو رئیسانو او د ډيپارټمنټونو مسؤلینو شتون درلود، د مسؤلینو تر منځ د اغېزمنې همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د یاد روغتون د بنسټ ډبره د دغه ولایت د مرستیال والي، عامې روغتیا رئیس، یو شمېر مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې کېښودل شوه.

دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت له. . .

BACK TO NEWS