د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رياست له لوري د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوي سند د بیاکتنې او نهایي کولو وروستی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۰
moph

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، مشاورینو او متخصصینو ګډون کړی و.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال وویل: د معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د عامې روغتیا وزارت له اساسي مسؤلیتونو څخه دي. هغه زياته کړه، د دې پروسې موخه یواځې د نوي سند جوړول نه دي، بلکې د روغتیايي خدمتونو لپاره د یوه جامع، عملي، د تطبیق وړ او دوامدار چوکاټ رامنځته کول دي، چې د خدمتونو د کیفیت، عادلانه لاسرسي او د راجع کولو د يو اغېزمن سیستم زمینه به برابره کړي.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئيس هم د یاد سند د اهمیت په اړه وينا تر سره او ویې ویل: دغه سند د هېواد د اوسني نفوس، روغتیايي اړتیاوو او موجوده امکاناتو پر بنسټ ترتیب شوی، چې له مخې به یې د هېواد په ټولو سیمو کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو معیاري، منظم او عادلانه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

دغه راز، په دې ورکشاپ کې متخصصینو په ګروپي ډول د یاد سند لا ښه والي او معیاري کولو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل؛ ترڅو د مسلکي نظرونو څخه په ګټې اخیستنې د روغتیايي خدمتونو نوی سند لا معیاري، جامع او د هېواد د اوسنیو اړتیاوو سره سم نهایي او چمتو شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS