د ټرېني ډاکترانو د څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په موخه اووه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۵۹
moph

د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص لوی رياست د ټرېني ډاکترانو د تخصصي زده کړو او علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په موخه د وزیر محمد اکبر خان روغتون ریاست په همکارۍ، په دغه روغتون کې د څېړنیزو میتودونو (Research Methodology) په برخه کې اووه ورځنی روزنیز پروګرام تر سره کړ

په دغه روزنیز پروګرام کې د اکمال تخصص ۲۸ تنو ټریني ډاکترانو ګډون کړی و، چې موخه یې د څېړنې په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو پیاوړتیا، د علمي څېړنو له اصولو او بنسټونو سره بلدتیا او د روغتیايي څېړنو د طرحې او عملي کولو په برخه کې د وړتیاوو لوړول وو.

د یاد پروګرام په ترڅ کې استادانو د څېړنې اصول او مفاهیم، د علمي مطالعاتو ډولونه، د معلوماتو راټولولو او تحلیل لارې چارې، د پروپوزل او علمي مقالو د لیکلو طریقه او په څېړنو کې د اخلاقي اصولو سربېره نور مهم موضوعات تدریس کړل.

ګډونوالو د تدریس له کیفیت څخه د رضایت څرګندولو ترڅنګ یاد روزنیز پروګرام د خپلو څېړنیزو او مسلکي فعالیتونو د ښه والي لپاره اغېزمن وباله او د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۵:۴۱
Background image

نږدې ۲۱ ټنه غیرمعیاري او له نېټې تېر درمل په خوندي ډول له منځه یووړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ښار له بازارونو څخه د دوامدارو نظارتونو په ترڅ کې نږدې ۲۱ ټنه هغه درمل چې قانوني اسناد یې نه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۲۱
Background image

د تخار ولايتي روغتون سره د ۱۴ قلمه درملو مرسته وشوه

دغه مرسته چې ارزښت يې ۳۶۰ زره افغانۍ دی، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري شوې، چې د یاد روغتون د فارمسي څانګې ته وسپارل شوه.

د دغه روغتون آمر، ډاکټر حیات‌الله سالار د سره صلیب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د عبدالغفور احمدي عالي لېسې څه باندې ۲۸۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS