د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست د اړتیا وړ، د سکبیس، کولرا، AWD، ریبیس او کانګو ناروغیو مخنیوي او عامه پوهاوي لپاره د معلوماتي موادو تدارک او برابرول پروژې تړون، چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-1939) ده، (حبیب ناصري صنعتي او تولیدي مطبعه) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (47274) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (جمعه محمد محمدي، پارکونو دوهم فاز چپ لاس اول نمبر کابل مرکز) کې دی او د تړون بیه (1,792,980) یو میلیون اووه سوه دوه نوي زره نهه سوه اتیا افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې هغوی کولای شي، چې خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو آمریت ته، چې دوهم منزل، د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۵۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عدلي طب ریاست د مرکز او ولایاتو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او تصویر اخیستنې وسایلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لپاره د لایسنس سوفوس فایروال تهیه، تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

Back to tenders