د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا له والي، ښاغلي مولوي عبدالخالق عابد سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۵۶
moph

په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت د روغتیايي وضعیت، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهير او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه  بحث او خبرې تر سره شوې.

د پکتيکا والي په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او پياوړتيا غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې د عامې روغتیا وزارت هر اړخيزه همکاري اړينه وبلله.

د عامې روغتیا وزیر په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د خلکو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو برابرولو برخه کې د وزارت د همکارۍ ډاډ څرګند او ويې ويل: د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې مو د عمومي روغتونونو د جوړېدو لړۍ پيل کړې، چې پکتيکا يې هم برخه ده او د دغه ولايت په ولسواليو کې به هم عمومي روغتونونه جوړ او خلکو ته به د معياري روغتيايي خدماتو زمينه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۱۰
Background image

په زابل ولايت کې د ۶ ميليونه افغانيو په لګښت پنځه روغتيايي مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

ياد روغتیايي مرکزونه د زابل ولايت د پنځو ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې د روغتیايي خدماتو پراختيا او ورته د خلکو لاسرسي اسانتيا په موخه جوړ شول؛ څو د خلکو لومړنۍ روغتيايي اړتياوې پوره او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۴۷
Background image

د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ روغتون ته ۴۶ قلمه طبي او غیرطبي تجهیزات وسپارل شول

دغه تجهيزات د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لوري د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ روغتون د تجهیز او اړتیاوو پوره کولو په موخه پېرل شوي او د بادغیس د عامې روغتیا ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

کابل ښار کې د درملو له ۷۴ عمده پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست مسؤلینو د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۴ عمده پلورنځیو څخه د معیاري چک‌لېستونو په کارولو سره نظارت تر. . .

BACK TO NEWS