د کاتب نمبر1 غیرانتفاعي ښوونځي استادانو او اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو
دغه پروګرام چې د خوړو خطرونو تحلیل، څارنې او د معیارونو تدوین ریاست د خوړو تحلیل او سرویلانس امریت د ظرفیت لوړونې ټیم له لوري د «روغتیا او زدهکړې بهیر کې د خوړو او روغتیايي اوبو رول» تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند کاتب نمبر1 غیرانتفاعي ښوونځي ۴۸ تنو استادانو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په پار ترسره شو.
د دغه پروګرام موخه د زدهکوونکو د روغتیا، جسمي او ذهني ودې برخه کې د سالمو او خوندي خوړو او روغتیايي اوبو کارونې په اړه د ګډونوالو ظرفیت لوړول وو، چې پر مهال یې د ناسالمو خوړو خطرونو، د روغتیايي اوبو اهمیت او په ښوونیز چاپېریال کې د روغتیايي اصولو رعایت په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې او له هغوی سره په دې اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
