د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې عمومي پروګرام ریاست د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو پېژندنې، ارزونې او د هغوی د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۳۳
MOPH

په دې غونډه کې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ رئیس اسدالله هارون د دغه انسټیټیوټ د خدمتونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې او د اسلامي او مسلکي اخلاقو پر رعایت، د ادارې پر پیاوړتیا او د اخلاص له مخې يې د چارو پر ترسراوي ټینګار وکړ.

همدارنګه، د روږدو درملنې عمومي پروګرام د ظرفیت لوړونې مسؤول ډاکټر محمد رحیم اکبري، په هېواد کې د دغه پروګرام اړوندو روغتیايي مرکزونو په اړه معلومات وړاندې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخه کې یې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له مسؤولینو څخه د همکارۍ او ملاتړ له امله مننه وکړه.

د غونډې په پای کې د روزنیزو اړتیاوو ارزونې فورمې د روږدو درملنې عمومي پروګرام ریاست د کارکوونکو ترمنځ ووېشل شوې؛ څو هغوی خپلې روزنیزې اړتیاوې مشخصې او څرګنده شي، چې کارکوونکي په کومو برخو کې روزنې او د ظرفیت لوړونې ته اړتیا لري. د دغې اړتیا د سنجولو پایلې به د راتلونکو روزنیزو پروګرامونو د طرحې جوړولو برخه کې وکارول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامه تغذيې عمومي ستراتیژۍ د پراختيا کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لوی رئیس، ډاکټر احمدسیر پاڅون په مشرۍ د عامه تغذيې عمومي ستراتیژۍ د پراختيا کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د عامه تغذيې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت او د درملو واردوونکو شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د درملو واردوونکو شرکتونو د مسؤلینو او استازو ترمنځ د دې معینیت د مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د رئیسانو او درملیزو برخو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

په ۳۰ روغتیايي بنسټونو کې د درملو لوژستیکي معلوماتو سیستم (PLIS) د ازمایښتي پلي کېدو روزنیز ورکشاپ پیل شو

د درملو لوژستیکي معلوماتو سیستم (PLIS) د ازمایښتي پلي کېدو تر سرلیک لاندې دوه ورځنی تخنیکي روزنیز ورکشاپ د خوړو او درملو معینیت د غونډو په عمومي تالار کې د دې معينيت کارکوونکو، د. . .

BACK TO NEWS