درمل په خپل سر مه کاروئ!
د هرې ناروغۍ لپاره یو ډول درمل مناسب نه وي. د درملو ناسم استعمال کولای شي د ناروغۍ د نه ښه کېدو، نورو روغتیايي ستونزو او ناوړه پایلو سبب شي.
د درملو د خوندي استعمال لپاره لاندې سپارښتنې عملي کړئ:
- درمل د روغتیايي مسلکي کارکوونکي په مشوره استعمال کړئ.
- د درملو اندازه او د استعمال وخت په خپله مه بدلوئ.
- د بل کس درمل مه کاروئ.
- خپل درمل له بل چا سره مه شریکوئ.
- د درملو د استعمال په اړه له روغتیايي کارکوونکي سره مشوره وکړئ.
- که د درملو له استعمال وروسته مو حساسیت وکړ، ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ.
د درملو سمه کارونه؛ له روغتیايي ستونزو مخنیوی!
د عامې روغتیا وزارت
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!