د عامې روغتیا وزارت يو شمېر مهم فعاليتونه او لاسته راوړنې په سنبلې میاشت کې!
د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل، ننګرهار، کونړ، لوګر، پکتیا، هرات، فاریاب، ارزګان، زابل، نیمروز، کندز، تخار، سرپل، بادغیس، بدخشان، غزني، پنجشیر، هلمند، او میدان وردګ ولایتونو اوسېدوونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پیاوړتیا او پراختیا په موخه له ODESC, GSRO, IRC, IRW, MMRCA, MSD, KOO, MDM-F, HEWAD, HPRO, HealthNet- TPO مؤسسو سره د ۳۹ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
همدارنګه د هند د همدرد فابریکې سره د سنتي درملو تولید او تخنیکي همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.
