د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس پکتیا کې د روغتیايي خدمتونو وضعیت وارزاوه
د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا پکتیا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، ملا مهرالله حماد سره لیدنه وکړه
یاد پلاوي د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست، عمومي روغتون، د خوړو او درملو آمریت او د دغه ولایت له یو شمېر روغتیايي برخو څخه لیدنه وکړه. د لیدنو پر مهال د روغتیايي خدمتونو وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی او شته ستونزې و ارزول شوې او د خدمتونو د کیفیت ښه والي او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته د روغتیايي خدمتونو ښه والي او اغېزمنتیا په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې او د ستونزو پر ګډ حل، خلکو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او په شفافو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.
