د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په قلوچ سیمه کې د ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت يو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۵۵
moph

ياد روغتیايي مرکز د قلوچ سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته جوړ او د غزني عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري، اداري کارکوونکو، د اقتصاد ریاست استازو، د یار تطبیق کوونکې مؤسسې مسؤلینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې پرانيستل شو.

د غزني عامې روغتیا رئیس د قلوچ سیمې د اوسېدونکو دغه اقدام وستایه او زیاته یې کړه، چې د یاد روغتیایي مرکز په فعالیت سره به‌ روغتيايي خدمتونو ته د قلوچ سیمې د اوسېدونکو لاسرسی اسانه او لومړنۍ روغتیایي اړتیاوې به يې په خپله سیمه کې پوره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کونړ د عامې روغتیا ریاست روزنیز تالار لپاره د لمریزې برېښنا سیستم فعال او پرانيستل شو

د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست د روزنیز تالار د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د یونیسف په مالي ملاتړ د لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۳
Background image

په کونړ کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

په کونړ ولایت کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، د ۱۵.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري کېښودل شوه.

دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو د وضعیت ارزونه پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د خوړو د تحلیل او څارنې رئیس ډاکټر سید مؤمن خان فدایي کوي، د څارنې او پلټنې د پیاوړتیا، د شته ستونزو حل او د خوړو او. . .

BACK TO NEWS