د «کیفیت د کنټرول لابراتوارونو مدیریت» درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
دغه درې ورځنی روزنیز پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ، د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو ۴۴ کارکوونکو ته پیل شو.
د ياد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، له روزنیز فرصت څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت پر لوړولو او په ولایتونو کې له نورو همکارانو سره د زدهکړو او تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.
د پروګرام په ترڅ کې به ګډونوالو ته د کیفیت کنټرول او تضمین، د لابراتواري چارو د ښو کړنلارو، د لابراتوار خوندیتوب، د وسایلو او کیمیاوي موادو مدیریت، د ISO/IEC 17025 معیار او د کیفیت د مدیریت سیستم (QMS) په ګډون بېلا بېلو موضوعاتو برخه کې زده کړې ورکړل شي.
ياد روزنيز پروګرام د ولایتونو د لابراتوارونو د کارکوونکو ظرفیت لوړولو، د کیفیت د مدیریت سیستم پیاوړتیا او په هېواد کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول ښه والي په موخه جوړ شوی دی.
