د پکتیا سیمه ييز روغتون له روغتیايي چارو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني په مشرۍ یو پلاوي د پکتیا د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په ملتیا د دغه ولايت له سیمه ييز روغتون له روغتیايي چارو څخه نظارت تر سره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یو شمېر ناروغانو ستونزې او شکایتونه واورېدل شول او اړوندو مسؤلینو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر د ښه والي او د ناروغانو اړتیاوو ته د لا ښه رسېدنې په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت پلاوي په سمنګان کې د روغتیايي خدمتونو وضعیت وارزاوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي سمنګان ولایت  ته د سفر په ترڅ کې د حضرت سلطان ولسوالۍ له CHC روغتیايي مرکز او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۱۱
Background image

په کندهار او فاریاب کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره له SCI سره د ۱.۶۶۸ میلیونه ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري کندهار او فارياب ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Save the Children International-SCI مؤسسې سره د (۱۶۶۸۸۷۶) یو میلیون، شپږ سوه اته شپېته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۷
Background image

د دایکندي ولایت عامې روغتیا ریاست ته د ۳۸ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ۳۳ قلمه درمل وسپارل شول

ياد درمل د یونیسف دفتر له لوري د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته د وېش په موخه د دايکندي ولایت عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شول.

دغه درمل د روغتیايي مرکزونو د درملو د کمښت او د خدمتونو د. . .

BACK TO NEWS