د کابل ولايت په باګراميو ولسوالۍ کې د قلعه نعمان عالي لېسې څه باندې ۸۰۰ تنه زده کوونکو او استادانو ته د نشه يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو
یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي او ناوړه اغېزو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.
