د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او مل پلاوي سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال، ښاغلي سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره ليدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان له روغتیايي سيستم سره د دوامدارې همکارۍ، د ساري ناروغیو مخنیوي او په راتلونکي کې د روغتیا په برخه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په هېواد کې د ولسوالیو په کچه روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او په روغتیا برخه کې د اسلامي هېوادونو له حکومتونو سره د هوکړه‌لیکونو لپاره د زمینې برابرولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره شریک کړل.

دغه راز، ښاغلي وزیر د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون او قلبي څانګې لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د عملياتونو او په دې برخه کې د مالي ملاتړ په اړه هم د یاد سازمان له پلاوي سره خبرې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي په یادو برخو کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، هڅه یې ده چې په ذکر شویو برخو کې هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ته کار وکړي ، ښاغلي بخیت همدارنګه وویل په راتلونکي کې به د یو شمېر قلبي ستونزې لرونکو ماشومانو د عملياتونو مالي لګښتونه هم پر غاړه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS