د عامې روغتیا وزارت د اتو ولایتونو د نظارت برخې ۲۰ تنو کارکوونکو ته درې ورځنۍ روزنیزه دوره ترسره کړه
د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د لوګر، پنجشېر، نورستان، خوست، پروان، کاپیسا، لغمان او میدان وردګو ولایتونو د نظارت برخې ۲۰ تنو کارکوونکو ته درې ورځنۍ روزنیزه دوره ترسره شوه.
د دغې روزنیزې دورې موخه د نظارت په برخه کې د کارکوونکو د مسلکي پوهې او عملي وړتیاوو لوړول، د نظارتي فعالیتونو اغېزمنتیا او د کاري بهیرونو ښهوالی و؛ څو ګډونوال وکولای شي، خپلې اړوندې دندې په اغېزمنه او معیاري توګه ترسره کړي.
یاده دوره د ظرفیت لوړونې ریاست د مسلکي روزنیزو فعالیتونو په چوکاټ کې، د نظارتي چارو د معیاري کولو، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو پراختیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښهوالي په موخه ترسره شوه.
